사용자 환경을 개선하기 위해 이 웹 사이트의 쿠키 및 기타 기술을 사용합니다.
이 페이지의 링크를 클릭하면 당사의 개인 정보 보호 정책쿠키 정책에 동의하는 것입니다.
동의함 더 알아보기

Taleemul Quran Radio 정보

تعلیم القرآن راډیو - Taleemul 꾸란 라디오

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لاهله والصلاة علی اهلها;

وبعد;

پتمنو او عزتمنو اورېدونکو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته;

 د تعلیم القرآن اسلامي راډیو ستر اهداف د دیني پوهي خپرول او د حق و لاري ته دعوت دي. تعلیم القرآن راډیو هیڅ ګوند او هیڅ غورځنګ ته منسوبه​​ نه ده او نه هم نا ولسي خدمت بلکي صرف د ولس لپاره دیني او اجتماعي خدمت کوي.

اورېدونکو درنو! تعلیم القرآن راډیو د حمادیه مدرسې د خدماتو د څانګو یوه نوې تعلیمي او تربیوي څانګه ده. حمادیه اسلامیه مدرسه چي په 1390 هجري لمریز کال د جید او هڅاند عالم مولوي عبدالهادي حماد المفتي حفظه الله له لوري تاسیس سوې ده, د خپلو هیوادوالو لپاره د نشر و اشاعت, تعلیم و وتربیه او د دعوت په لاره کي خدمات لري.

 د حمادیه اسلامیه مدرسې د خدماتو لاندي څانګي د یادوني وړ دي :

د دیني زده کړو لپاره صنفواره او حلقوي درسونه :

دارالافتاء یعني د خلکو د دیني پوښتنو د جوابونو څانګه, چي د مسلمانو وروڼو او خوندیو د دیني پوهي د زياتېدو لپاره د دوی دیني پوښتني د حنفي مذهب په رڼا کي جوابوي.

د تالیف او ترجمې څانګه, چي د مسلمانو وروڼو او خوندیو د علمي سویې لوړولو لپاره ډول ډول تالیفات, تصنیفات او ژباړي په ښه کیفیت چاپ او ټولني ته وړاندي کوي.

نداء القرآن مجله, چي دیني او ټولنیز خدمات پکښي وړاندي کیږي.

د مدرسې ویب سایټ : د حمادیه اسلامي مدرسې په ویب سایټ کي کتابتون, دارالافتاء, ږغیږ درسونو, په ږغیږ او لیکنیږ ډول د قرآنکریم ترجمه, د احادیثو درس, مقالې او داسي نور خپریږي.

تعلیم القرآن راډیو په 1394 هجري لمریز کال, د قندهار د جیدو علماوو او د مدرسو د مسؤلینو او زده کوونکو په غوښتنه, د حمادیه اسلامي مدرسې د مؤسس په هڅو او زیار سره تاسیس سوه. د نوموړي راډیو د څپو څخه دعامو خلکو د پوهاوي لپاره د حنفي مذهب په رڼا کي نشرات خپریږي.

اورېدونکو درنو! تعلیم القرآن راډیو به ستاسو زړونه په اسلامي پوهي روښانه کوي. ستاسو تږي زړونه به د علمي او ديني سمندر په خوږو اوبو خړوبوي. تعلیم القرآن راډیو به د دین په لاره کي ستاسو د دیني میني همتونه لوړ ساتي او تاسي به د دین په لاره کي د یوه خوشاله ژوند لوري ته سوقوي.

تعلیم القرآن راډیو د نورو اسلامي راډیو ګانو هڅي ستایي, وجود یې د ځان تائید بولي او د کړو خدماتو بدله یې د عظیم رب جل جلاله څخه ورته غواړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

최신 버전 1.2의 새로운 기능

Last updated on Feb 25, 2017

1. Fixed radio automatically restart and stop problem and bugs (23.07.2016)

번역 로드 중...

추가 앱 정보

최신 버전

Taleemul Quran Radio 업데이트 요청 1.2

업로드한 사람

Thaw Thaw

필요한 Android 버전

Android 4.0+

더 보기

Taleemul Quran Radio 스크린 샷

언어
APKPure를 구독하십시오
최고의 Android 게임 및 앱의 초기 릴리스, 뉴스 및 가이드에 액세스하는 첫 번째 사람이 되십시오.
고맙지 만 사양 할게
가입하기
성공적으로 구독!
당신은 이제 APKPure에 가입되었습니다.
APKPure를 구독하십시오
최고의 Android 게임 및 앱의 초기 릴리스, 뉴스 및 가이드에 액세스하는 첫 번째 사람이 되십시오.
고맙지 만 사양 할게
가입하기
성공!
당신은 이제 우리의 뉴스 레터를 구독하고 있습니다.